Mor 2

منتظر الزيدي او بوټان يې!)تازه معلومات او انځورونه(

17.12.2008 04:09

 

سرچينه :  انټر نيټ

ژباړه :        بشير احمد ګواښ  

 

منتظر الزيدي او بوټان يې !

د ۲۰۰۸ کال د دسمبر د مياشتې ۱۴ نېټه وه. د امريکا ولسمشر جارج ډبليو بوش  د عراق د لومړي وزير سره يو ځای د دغه هيواد په ارګ کې د خبريالانو مخ ته ودريد تر څو د خپلې  ولسمشرۍ د وروستۍ دورې په دوران کې د ژورناليستانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي. نوموړي چې څنګه د خبرو کولو لپاره خوله پرانيسته، د خبريالانو له منځه يو ځوان خپل بوټان راوويستل او په بوش يې پرله پسې  وورول.  بوش د بوټانو د دغه بريد پر مهال سر ټيټ کړ او بچ شو.  بوټان شاته د امريکا په بيرغ ولګيدل اوبريد کوونکی منتظر الزيدي د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.

هغه د لومړی ګوزار پر مهال پر بوش غږ کړ. ((دا تاته د عراقيانو له خوا د مخه ښې په توګه ډالۍ!))  او د دوهم ګوزار  پرمهال يې وويل.((دا هم د هغه کونډو، یتيمانو، او شهيدانو له خوا چې پر عراق د امريکا د يرغل پرمهال  يې درد ليدلی.))

داسې راپورونه راغلي چې منتظر په بند کې ډير زيات وهل شوی دی او د هغه د ورور په وينا پښتۍ او لاس يې ورمات شوي دي. په داسې حال کې چې د ژورناليستانو د حقوقو د ساتنې ادارو پر عراقي حکومت غږ کړی چې منتظر دې زر تر زره راپريښودل شي خو حکومت ښايي نوموړی محکمې ته وړاندې کړي. د خبرونو له مخې د عراق د قانون پوهانو د ټولنې مشر ويلي چې د منتظر الزيدي  د حقوقي وکالت لپاره چمتووالی نيسي. که چيرته هغه محکمې ته وړاندې شي، ښايي  د عراق د قانون له مخې پرې دوه کاله بند واوړي. د عراق اساسي قانون د يو بل هيواد د استازو د سپکاوي حق جرم ګڼي.     

منتظر الزيدی څوک دی؟

منتظر الزيدي ۲۹ کلن ځوان  دی چې  د بغداد پوهنتون څخه د عامه اړيکو په برخه کې يې  له سند اخيستلو وروسته د البغداديه ټي وي سره  په ۲۰۰۵ کال کې کار پېل کړ. نوموړی هغه مهال نړيوالو وپيژاند چې  په ۲۰۰۷ کال کې د بغداد په مرکز کې د يوې وسله والې ډلې له خوا وتښتول شو خو درې ورځې وروسته پرته له کوم  زيان ليدلو راخلاص شو. نوموړی دوه وار په عراق کې د ميشتو امريکايي ځواکونو له خوا هم تر پوښتنو او څيړنو لاندې نيول شوی.

پر بدنامه بوش د بوټانو ګوزارونه که څه هم د مسلمانانو او عربانو د ميلمه پالنې سره په تضاد کې وو، خو  منتظر يې د يو اتل په توګه د خلکو په زړونو کې ځای کړ. په زرګونو عراقيانو د هغه د خوشې کولو لپاره لاريونونه وکړل او بې شمېره نړيوالو د هغه دا اتلوليزه بريد وستايه. د بوش سرسخته مخالف او د وينزويلا ولسمشر هوګو شاويز د هغه په اړه وويل. ((که څه هم پر يو چا د بوټانو غورځول ښه کار نه دی خو زه دمنتظر الزيدي همت ستايم .)) نوموړي د هغه کورنۍ ته په وينزويلا کې د اوسيدو او د هغه ځای د تابعيت ورکولو هم وويل خو د منتظر ورور  عدی الزيدي  دهغه څخه په مننه وويل. ((د ښاغلي شاويز څخه مننه خو مونږ عراقيان يو او په عراق کې اوسيدل غوره ګڼو.))

د (واعتصمو) په نامه د ليبيا د خير ښیګړې يوې ادارې چې د ليبيا د ولسمشر معمر القذافي لور يې مشري پر غاړه لري، منتظر الزيدي ته د زړورتوب جايزه اعلان کړي. همداراز يو لبناني ټي وي د منتظر څخه غوښتي چې د دوی سره کار وکړي. د اين ټي وي په نامه دغه خبري چينل په خپله مطبوعاتي وينا کې ويلي چې که چيرته منتظر د دوی غوښتنه ومني نو له همغه دقيقې به يې تنخا ورحواله شي له کله راهيسې چې يې پر بوش د بوټ لومړی ګوزار کړی.     

د منتظر الزيدی بوټانو هم د پام وړ شهرت تر لاسه کړی.

بوش په همدغه خبري نا سته کې د ټوکو په انداز کې وويل چې د دغه بوټانو نمبر ۱۰ وو. د عربي سوداګريزي مجلې پر وينا د سعودي يو اوسيدونکي دغه بوټان په لس مليونه ډالر غوښتي.  مجلې د دغه سړي له خوله ليکلي. ((دا بوټان بايد په ميوزيم کې کيښودل شي. دا د ټولو عراقيانو لپاره د وياړ خبره ده.)) همداراز په امريکا کې  د جګړې مخالفو څو ادارو اعلان وکړ چې  د دسمبر په ۱۷ نېټه به د سپينې ماڼۍ مخې ته  په عراق کې د وژل شويو او ټپي شويو امريکايي پوځيانو کورنۍپه بوجيوو بوجيوو بوټان راوړي او په دې توګه به د جګړې  خلاف خپل غږ اوچت کړي.

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.