Mor 2

ځانمرګي بريدونه او بوټان

29.12.2008 02:29

ليکوال : وسعت الله خان – بي بي سي اردو

ژباړن :  بشير ګواښ

د ځانمرګو بريدونو لنډ تاريخ او بوټان

په تاسې کې ښايي ډيرو د انګريزي فلم (سيمسن او ډيلايله) کتلی وي. د سيمسن  يادونه د عيسويانو په مذهبي کتاب  بايبل کې هم شوي اوپه هکله يې ويل کيږي چې د هغه ټول قوت د هغه د سر په ويښتانو کې وو. که د ځانمرګو بريدونو تاريخچې ته وګورو نو ويلی شو چې سيمسن بې له شکه لومړی څرګند ځان مرګی بريدکوونکی دی.  نوموړي په غصه کې د خپلو دښمنانو عبادت ځايونو ته لاړ او د عبادت خوني د بيخ د کنلو په وسيله يې تعمير راوغورځاوه او د ځان په شمول يې ډير شمير دښمنان ووژل.

په يوولسمه پيړۍ کې د حسن بن صباح  ځان مرګي بريدکوونکي د اسلام په تاريخ کې لومړي  بريد کوونکي ګڼل کيږي.

په ۱۷ مه پيړۍ کې ولنديزي سرتيرو په تايوان له بريده وروسته  ماتې وخوړه خو د تسليميدو پر خای يې ځان د مخالف لښکر په منځ کې والوزاوه.  په ۱۹ پيړۍ کې کله چې برطانيان د لنکا د ولکه کولو په کوښښ کې وو نو د سنهاله چريکي بريدکوونکي چې په ځان پورې به يې باروت تړلي وو،  پوځيانو ته په ونو کې پټ  ناست وو. د هغوی په رانيزدې کيدو سره به يې د دوی په ګډون ځانونه والوزول. 

د شلمې پيړۍ په درييمه لسيزه کې کله چې جاپانيانو شمالي چين او مانچوريا ونيو نو يو سيمه يز عسکر په ځان پورې بمونه وتړل او د ځان په ګډون يې ۲۰ تنه جاپاني پوځيان له منځه ويوړل. همداراز د دوهمې نړيوالې جګړې پرمهال جاپاني پيلوټانو د بمونو نه ډکې الوتکې د امريکا او انګلستان د بحري کشتيوو سره وجنګولي او په دې توګه يې ځانونه، جهازونه او کشتۍ له منځه ليري کړي. دغه هوايي بريدونه په تاريخ کې د کاما کازي په نوم ياديږي او جاپانيان دغه ځان مرګي بريدکوونکي د خپلې خاورې اتلان بولي.   

ويل کيږي چې په منځني ختيځ کې  ځان مرګي بريدونه  د سره پوځ په نامه د يوې جاپانۍ ډلې له خوا پېل شول. په لبنان کې لومړی ځان مرګی بريد په ۱۹۸۲ کال کې د حزب الله  د وسله والې ډلې د يو غړي  له خوا پر اسرايلي پوځيانو وکړ خو  له ټولو مشهور  بريد په ۱۹۸۳ کې  د لبنان په مرکز بيروت کې پر امريکايي ځواکونو وشو چې  په ترڅ کې يې يو ځان مرګي بريد کوونکي خپل ټرک د امريکايي پوځيانو په مرکز ورننويست او يوه درنه چاودنه يې وکړه. په دغه بريد کې له ۲۰۰ ډير پوځيان ووژل شول.

همداراز د کردانو د کارګرانو ګوند يا پي کی کی د ترکي په جنوب کې يو شمير ځان مرګي بريدونه وکړ ل خو د زيان کچه يې ډيره نه وه.

د سريلنکا  بيلتون پالي تامل پړانګان بله هغه ډله ده چې په ډيره بريالۍ توګه  يې  د ځان مرګو بريدونو له لارې سريلنکا ته ټکان ورکوونکي زيانونه واړول. د ۱۹۸۳ څخه تر ۲۰۰۰ کال پورې چې په ټوله نړۍکې کوم ځان مرګي بريدونه شوي، ۵۰ په سلو کې يې يوازې  تامل پړانګانو کړي. په ۲۰۰۳ کې عراق د نړۍ هغه هيواد وو چې پکې له ټولو ډير ځان مرګي بريدونه شوي وو خو د دې کال په لومړيو اتو مياشتو کې په پاکستان کې له ټولو زيات ځان مرګي بريدونه وشول او په دې توګه يې عراق ، افغانستان او سريلنکا شاته پريښودل.  

که دځان مرګي بريدونو تاريخ ته وکتل شي نو ښکاري چې په دې وروستيوو کې  يې شمېر په چټکۍ سره ډيرشوي او ډيريږي.  په ۱۹۸۳ کې پنځه ځان مرګي بريدونه شوي وو خو په ۲۰۰۷ کال کې دغسې  ۴۵۰  بريدونه تر سره شول.

په دې کې هيڅ شک نشته چې ځان وژنه يا ځان مرګی بريد د خپلې غصې د څرګندولو ډير سخت او آخري  بڼه ده. کيدای شي ډير داسې خلک وي چې د خپلې غصې د سړولو لپاره د آخري عمل په سوچ کې وي خو دا چې ځان پرې ګران وي نو ځان مرګی بريد نه شي کولی. نو داسې خلک به څه به کوي؟ د دې پوښتنې ځواب  په عراق کې پر بوش د بوټانو واروونکي  منتظر الزيدي ورکړ. د غصې د سړولو دا نوې طريقه د نړۍ د ډيرو چارواکو لپاره کوم ښه زيری نه دی.    

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.