Mor 2

له ننګرهاره ځمه

21.02.2009 10:31

راليږونکی : صبغت الله بينوا

 

له ننګرهاره ځمه

 

ځم له دې کلي،  له دې ښــــــــــاره ځمـه

د دې بې مهرو له بازاره ځمه

 

ماپکې ډيرې بدبختـــــــۍ ولــيـــــــدې

نور  د بدبختو له ازاره ځمه

 

خدای دې پرې سپينه رڼايـــــــي راولي

خو زه له دې تياره غباره ځمه

 

دلته کې لارې ناپوهۍ ته تللي

زه ترې دپوهې په يو لاره ځمه

 

مااوس قسم کړی چې ځم بــــــــــــينوا

نور مې زړه تنګ دی له ننګرهاره ځمه

 

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.